د طلاق خط تصدیق

د غوښتنی عمومی شرایط
• په اوتاوا کې د افغانستان سفارت په کاناډا کښی د میشتو هیوادوالو غوښتنې د هغو اسنادو د تصدیقولو لپاره مني چې په افغانستان کې د رسمي او کره/ثقه ادارو لخوا صادر شوي وي او یا د کاناډا د رسمي ادارو لخوا صادر شوي وي.
• تاسو کولای شی خپلې غوښتنې د پست له لارې او یا هم د سفارت قونسلي څانګې ته د شخصي مراجعې له لارې، وړاندی کړئ. هغه سند چې تصدیق یې غوښتل شوی وي باید په اصلي بڼه کې له ځانه سره ولرئ

 د سندونو د تصدیق لپاره اړین ګامونه

  •  د سندونو د تصدیق غوښتلیک (فورمه) چی باید په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک شوې وي.
  •  اړوند سند په اصلې بڼه کې وی.
  •  په کاناډا کې د اقامت حقوقي سند ، لکه د لندد سند، د تلپاتې استوګنې کارت او د تابعیت تذکره.
  •  د غوښتونکي د اوسنۍ پتې د تثبیت لپاره کره اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسې نور .
  •  د تصدیق محصول چې باید د ټاکل شوي نورم سره سم ورکړل شي.
  •  دوه قطعې عکسونه، عکسونه باید په معیاري اندازه(۲ په ۲ انچ) کې وي، نوي او سره ورته (مشابه) وی، او له مخامخ زاویې څخه اخیستل شوي وي تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شي.

 د اسنادو د تصدیق لپاره محصول او پوستی مصارف

 د سند ډول

  •  د طلاق خط تصدیق
  •  بیړني خدمتونه
  •  د راجسترشوي پست لګښتونه

 محصول

  • ۵۵ امریکایي ډالر
  • ۲۳ امریکایي ډالر
  • ۱۶امریکایي ډالره

د محصول د ورکولو لپاره لارښوونه
د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه یوازې په امریکایي ډالرو اخیستل کیږی. نور اسعار د منلو ندی .
د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه باید یوازې د سفارت بانکي حساب ته تحویل شي. نقدې پیسې، شخصي چک او د بانک له لارې د پیسو لیږدول د منلو ندي .
د تصدیق د محصول رسید باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای د قونسلي څانګې ته وسپارل شي.

د سفارت پته او کاري وختونه
د سفارت د قونسلي څانګه د لاندنیو وختونو په موده کې پرانیستې ده

له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له لسو (۱۰) بجو د ماسپښین تر یوې (۱) بجې پورې او د ماسپښین له دوه (۲) بجو د مازدیګر تر څلور (۴) بجو پورې.
د شنبې او یکشنبې په ورځو سفارت او د قونسلي چارو څانګه رخصت دي.
پستي غوښتنلیکونه باید د راجسترشوي پست له لارې د سفارت په پته چې په لاندې ډول ده، راواستول شي: ـ

Consular Section
Embassy of Afghanistan, Ottawa
240 Argyle Avenue
Ottawa , ON K2P 1B9

که غواړی د سفارت موقعیت به نقشه کې وګوری، دا لینک کلیک کړئ.
  سفارت د هغو غوښتنلیکونو د ورکیدو مسئوولیت په غاړه نه اخلي چې د نه راجستر شوي پست له لارې رالېږل شوي وي،
ټول غوښتنلیکونه د نوبت په بنسټ لیدل او اجرآ کیږي. هغه غوښتنلیکونه چې معلومات یې نیمګړي او یا اړین اسناد له ځان سره ونلري، د اجرآ وړ ندي.
ټول هغه اصلي سندونه چې له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندې کیږي، د اجراآتو د مراحلو له بشپړیدو وروسته له تصدیق سره یوځای بیرته متقاضي ته سپارل کیږي

د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ

ډاونلوډ فارم

ډاونلوډ

د لیدنې لپاره وقت نیول

اوس یې پلان کړه

 د مجردۍ د وثیقی تصدیق

په اوتاوا کښی د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوی سفارت ته ښه راغلاست.

د غوښتنې عمومی شرطونه
په اوتاوا کې د افغانستان سفارت په کاناډا کې د میشتو هیوادوالو غوښتنې د هغو اسنادو د تصدیقولو لپاره مني چې په افغانستان کې د رسمي او کره مراجعو لخوا صادر شوي وي. او یا د کاناډا د رسمي مراجعو لخوا صادر شوي وي.
تاسو کولای شی خپلې غوښتنې د پستې له لارې او یا هم د سفارت قونسلي څانګې ته د شخصي مراجعې له لارې وړاندې کړي. هغه سند چې تصدیق یې غوښتل شوی وي باید په اصلي بڼه کې له ځانه سره ولرئ

د سندنونو د تصدیق لپاره اړین ګامونه

  •  د سندونو د تصدیق غوښتلیک (فورمه) چی باید په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک شي.
  • مربوطه سند په اصلي بڼه کې وي.
  •  په کاناډا کې د استوګنې حقوقي سند، لکه د لندد سند، د تلپاتې (دائمي) استوګنې کارت او د تابعیت سند.
  •  د غوښتونکي د اوسنۍ پتې د تثبیت لپاره کره (موثق) اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسې نور.
  • د تصدیق محصول چی باید د ټاکل شوي نورم سره سم تحویل شي.
  •  دوه قطعې عکسونه، عکسونه باید په معیاری اندازه(۲ په ۲ انچ) کې وي، نوي او سره ورته (مشابه) وي او له مخامخ زاویې څخه اخیستل شوي وي تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شي.

 د اسنادو د تصدیق لپاره محصول او پستی لګښتونه

 د سند ډول

  •  د مجردۍ د وثیقې تصدی
  •  بیړني خدمتونه
  •  د راجسترشوي پست لګښتونه

 محصول

  •  ۵۵ امریکایي ډالر
  • ۲۳ امریکایي ډالر
  • ۱۶امریکایي ډالره

• د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه یوازې په امریکایي ډالرو اخیستل کیږی، نور اسعار د منلو ندي.
• د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه باید یوازې د سفارت بانکي حساب ته تحویل شي. نقدې پیسې، شخصي چک او د بانک له لارې د پیسو لیږدول د منلو ندي.
• د پاسپورت محصول باید یوازې دسفارت په بانکي حساب، او د پستې لګښتونه یې باید د سفارت په پستي بانکي حساب کې تحویل او تعرفه یې د بانک له مهر او له نورو اسنادو سره یوځای قونسلي څانگې ته وسپارل شي .
• د تصدیق د محصول د تحویلۍ سند باید له غوښتنلیک سره یو ځای مونږ ته وسپاوسپارل شي

 د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ

ډاونلوډ فارم

ډاونلوډ

د لیدنې لپاره وقت نیول

اوس یې پلان کړه

د حصر وراثت وثیقه

مهرباني وکړئ د وراثت د حصر په هکله لاندې معلومات او لارښوونې په دقت سره ولولئ:  

  • • د ملاقات وخت: د وراثت د حصر د وثیقې غوښتونکی باید مخکې له دې چې سفارت ته مراجعه وکړي د ملاقات وخت ولري چې په آنلاین ډول اخیستل کیږي. سفارت هغه مراجعینو ته خدمتونه نشي وړاندې کولای چې د ملاقات وخت و نه لري، د ملاقات د و خت د ټاکنې لپاره دې پاڼې ته مراجعه وکړئ.  
    • وارث یا وارثان، دوه تنه شاهدان او دری تنه اقرار کوونکي ټول په ټاکل شوي وخت باید اوتاوا کې د افغانستان سفارت ته راشي او د سفارت قونسلي څانګې ته د وراثت د حصر د وثیقې فورمه او نور اړین سندونه وړاندې کړي.   
    • ج) د غوښتنې فورم: د وراثت د حصر د وثیقې غوښتوونکی باید اړونده فورمه، چې په دې پاڼه کې قرار لري، تر لاسه او په ډیر دقت سره فورمه په پښتو/دري ژبه ډکه او د اړتیا وړ معلومات پکښې ولیکي.   
    • د). شاهدان، اقرار کوونکي او اړین اسناد: مهرباني وکړئ لاندې معلومات په دقت سره ولولئ او باید د اړینو اشخاص او اسناد په ټاکلي وخت سره د افغانستان د سفارت په قونسلي څانګه کې حاضر وي.   
    • الف - د حصر وراثت د وثیقی ترتیب:   
    لمړۍ- وارث یا وارثان: له وارثانو څخه لږ تر لږه یو تن باید د وراثت دحصر د وثیقې د جوړولو پر مهال په سفارت کې د لاندې اسنادو سره حضور ولري.   
     وارث یا وارثان باید د وراثت دحصر د سند د جوړولو په وخت کې د وفات شوي شخص (مور یا پلار) مړینې/فوتي سند له ځان سره ولري، د مړینې/فوتي سند څخه پرته د وراثت د حصر وثیقه نه جوړیږي.      
     د پاسپورټ یوه کاپي (افغاني یا کاناډایي) یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د لایسنس یوه کاپي د دوه قطعو عکسونو سره چې اندازه یې ۴ * ۴.۵ سانتی وي او تازه اخیستل شوي وي له ځان سره ولري.     
     دوه قطعه عکسونه د متقاضی د (موکل) چې تازه اخیستل شوي وي د ۳ په ۴ اندازې سره. 
    • دوهم - اقرار کوونکي: دری تنه اقرار کوونکي (چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو څخه پورته وي) او د وارثانو د کورنۍ سره بشپړه پېژندګلوي ولري، د پاسپورټ، یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د لایسنس د کاپي او دوه قطعې عکسونو سره ( ۴ * ۴.۵ اندازه) د سفارت قونسلي څانګې ته راشي.  
     دریم - شاهدان: دوه تنه شاهدان چې کیدای شي دوه تنه نارینه او یا څلور تنه ښځینه وي (چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو څخه پورته وي) د خپلو (افغاني یا کاناډایي) پاسپورټونو د کاپي یا د تذکرې کاپي او یا هم د موټر چلولو د لایسنس کاپي او 
    دوه دوه قطعې عکسونو سره (۴ * ۴.۵ اندازه) چې تازه اخیستل شوي وي د سفارت قونسلي څانګې ته تشریف راوړي.   
    • محصول: د وراثت د حصر محصول د نورو ټولو قنسولي لګښتونو په څیر یوازې د سفارت بانکي حساب ته تحویلیږي. نقدې پیسې، شخصي چک د بانک له لارې د پیسو لیږدول د منلو ندي.    
    • )د وراثت د حصر د سند ترتیبولو لپاره لږ تر لږه د شپږو کسانو شتون اړین دی ( لږ تر لږه یو تن وارث + دوه تنه شاهدان + درې تنه اقرار کوونکي) . 
    • مهرباني وکړئ سفارت ته د راتګ پر مهال د پورته یاد شویو اړینو سندونو کاپي او عکسونه له ځان سره ولرئ. محترمو مراجعینو ته په سفارت کې د سندونو د کاپي او چاپ آسانتیاوې شتون نه لري.   

د حصر وراثت د درخواستئ فورمه

دریافت فورمه

د ملاقات وخت اخیستل 

دریافت وقت

 افغانستان ته د میت ( مړی) انتقال

افغانستان ته د میت ( مړی) انتقال
:افغانستان ته د میت ( مړی) انتقال شرایط
د میت ( مړی) د افغانی هویت اسناد لکه تذکره یا افغانی پاسپورت –
د میت (مړی) کانادایی اسناد لکه د دایمی استوګنی کارت یا پاسپورت کاپی یا نور –
 د کانادا له دولت نه د مړینی رسمی سند –
( د میت دوه قطعی عکسونه (۲ انچ

. د میت ( مړی) د انتقال اجاره نامه وریا ورکول کیږی 

 د نکاح نامی تصدیق


د غوښتنی عمومی شرایط 
پپه اوتاوا کې د افغانستان سفارت، د کاناډا- میشتو افغانانو غوښتنلیکونه د هغوی د سندونه د تصدیق لپاره چی په افغانستان کې د رسمي مراجعو لخوا صادر شوي وي مني او یا په کاناډا د رسمي مراجعو لخوا صادر شوي وي.
مراجعه کونکي کولای شي خپلې غوښتنې د پست له لارې او یا هم د سفارت قونسلي څانګې ته د شخصي مراجعې له لارې وړاندې کړي. هغه سند چې تصدیق یې غوښتل شوی وي باید په اصلي بڼه له ځانه سره راوړل شي.

 د اسنادو د تصدیق لپاره ضروریات

د سندونو د تصدیق غوښتنلیک (فورمه) چی باید په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک شي. 

  • • مربوطه سند باید په اصلي بڼه کې وي.
    • په کاناډا کې د استوګنې حقوقي اسناد ، لکه د لندد سند، د تلپاتې استوګنې کارت او د تابعیت سند (تذکره).
    • د غوښتونکي/متقاضي د اوسنۍ پتې د تثبیت لپاره کره (موثق) سند، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسې نورو وړاندې کول.
    • د تصدیق محصول چې باید د ټاکل شوي نورم سره سم تحویل شي.
    • دوه قطعې عکسونه، عکسونه باید په معیاري اندازه(۲ / ۲ انچ) وي، تازه او سره ورته (مشابه) وي، او له مخامخ زاویې څخه اخیستل شوي وي تر څو د شخص دواړه غوږونه د لیدلو وړ وي.

د اسنادو د تصدیق لپاره محصول او پوستی مصارف 

د سند ډول

  • د نکاحنامی تصدیق
  • بیړه نی خدمات
  • د راجستری پوستی مصرف

محصول

  • ۵۵ امریکایی ډالر
  • ۲۳ امریکایی ډالر
  • ـ ۱۶امریکایی ډالره

د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه یوازې په امریکایي ډالرو اخیستل کیږي، نور اسعار د منلو ندي.
د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه باید یوازې د سفارت بانکي حساب ته تحویل شي. نقدې پیسې، شخصي چک او د بانک له لارې د پیسو لیږدول د منلو ندي.
 د پاسپورت محصول باید یوازې دسفارت په بانکي حساب، او د پست لګښت یې باید د سفارت په پستي بانکي حساب کې تحویل او تعرفه یې د بانک له مهر او نورو سندونو سره یوځای قونسلي څانگې ته وسپارل شي.
د تصدیق د محصول رسید باید له غوښتنلیک سره یو ځای قونسلي څانګې ته وسپارل شي.
 د سفارت پته او کاری وختونه
:د سفارت د قونسلي څانګه د لاندنیو وختونو په موده کې پرانیستې ده
له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له لسو (۱۰) بجو د ماسپښین تر یوې (۱۲) بجې پورې او د ماسپښین له دوه (۲) بجو د مازدیګر تر څلور (۴) بجو پورې.
د شنبې او یکشنبې په ورځو سفارت او د قونسلي چارو څانګه رخصت دي.
پستي غوښتنلیکونه باید د راجسترشوي پست له لارې د سفارت په پته چې په لاندې ډول ده، راواستول شي.
Consular Section
Embassy of Afghanistan, Ottawa
240 Argyle Avenue
Ottawa , ON K2P 1B9
 . سفارت د هغو غوښتنلیکونو د ورکیدو مسئوولیت په غاړه نه اخلي چې د نه راجستر شوي پست له لارې رالېږل شوي وي
ټولې غوښتنلیکونه د نوبت په بنسټ لیدل او اجرآ کیږي. هغه غوښتنلیکونه چې معلومات یې نیمګړي او یا لازم اسناد له ځان سره ونلري، د اجرآ وړ ندي.
ټول هغه اصلي سندونه چې له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندې کیږي، د اجراآتو د مراحلو له بشپړیدو وروسته له تصدیق سره یوځای بیرته متقاضي شخص ته سپارل کیږي.

.

د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ

 فورمه

ډاونلوډ

د لیدنې لپاره وقت نیول

اوس یې پلان کړه

THIS PAGE IN OTHER LANGUAGES

  • CONSULAR SERVICES
  • VISA
  • PASSPORT
  • ABSENTEE TAZKIRA
  • VERIFICATION OF TAZKIRA
  • TRAVEL PERMIT LETTER
  • DRIVING LICENSE VERIFICATION
  • LEGAL SERVICES
  • POWER OF ATTORNEY
  • BIRTH CERTIFICATE
  • DOCUMENT VALIDATION
  • POLICE CLEARANCE CERTIFICATE
  • MARRIAGE CERTIFICATE
  • INHERITANCE CERTIFICATE
  • TRANSFERRING DECEASED TO AFGHANISTAN
  • CONTACT DETAILS:
  • 613-563-4223
    Applications Drop off: Monday to Friday from 10 AM to 12:00 PM
    Documents Pick up: Monday to Friday from 2:00 PM to 04:00 PM
    For more information about consular services, please email us at This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. or call Monday to Friday from 2:00 PM to 04:00 PM.

  • ADDRESS:
  • Embassy of Afghanistan(Consular Section)
    240 Argyle Avenue
    Ottawa, ON K2P 1B9
Go to Top