پاسپورت

د پاسپورټ صدور
د پاسپورت د صدور عمومی شرایط

په اوتاوا کې د افغانستان سفارت یوازې د هغو افغانانو د پاسپورټ د صدور غوښتنې مني چې د کاناډا په هیواد کې استوګن وي، او یا د غوښتنې په وخت کې په دغه هیواد کې واوسي. د تورانتو او ونکوور په ښارونو کښی د افغانستان جنرال قونسلی هم د پاسپورت د صدور او تمدید غوښتنې مني. 
د شته او موجودو مقرراتو له مخې، دا سفارت یوازې عادي پاسپورټونه صادروي. د پاسپورټ دنورو ډولونو، لکه سیاسي، خدمت او یا تحصیلي پاسپورټونو د اخیستلو لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست ته مراجعه وکړئ. په ځینې استثنایي مواردو کښې دا سفارت د بهرنیو چارو د وزارت له موافقې څخه وروسته کولای شي د هیوادوالو خدمت او یا تحصیلي پاسپورټونه تمدید کړي. 
دغه سفارت د هغه غوښتنلیکونو د ورکیدو مسئوولیت په غاړه نه اخلي چې د نه راجسترشوي پست له لارې راستول شوي وي. 
هغه غوښتونکي چې غواړي د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره په خپله سفارت ته مراجعه وکړي، کولای شي د کاري وختونو په موده کې د سفارت قونسلي څانګې ته مراجعه وکړي. د سفارت قونسلي څانګه د لاندنیو وختونه په موده کی پرانستې ده: 
له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له لسو (۱۰) بجو د ماسپښین تر یوې (۱۲) بجې پورې او د ماسپښین له دوه (۲) بجو د مازدیګر تر څلور (۴) بجو پورې. 
د شنبې او یکشنبې په ورځو سفارت او د قونسلي چارو څانګه رخصت دي.
دنوی پاسپورت غوښتونکي کولای شي خپل غوښتنلیکونه په مستقیمه توګه د سفارت قونسلي څانګې ته وسپاري.
 
Embassy of Afghanistan in Ottawa (Consular Section) 
240 Argyle Avenue 
Ottawa, ON K2P 1B9 
که غواړی د سفارت ځای/موقعیت به نقشه کښې وګوری، دا لینک کلیک کړئ. 
سفارت د هغو غوښتنلیکونو د ورکیدو مسئوولیت په غاړه نه اخلي چې د نه راجستر شوي پست له لارې رالېږل شوي وي. 
د پاسپورت د غوښتنلیک له سپارلو وروسته، د پاسپورت غوښتونکي ته یوه تعرفه ورکول کیږي تر څو په بله ټاکلې ورځ بیرته سفارت ته د خپل پاسپورت او اسنادو د ترلاسه کولو لپاره راشي. که د پاسپورت غوښتونکی وغواړي چی خپل پاسپورت او اسناد د پست له لارې ترلاسه کړي، باید د پاسپورت د محصول سربیره د راجسترشوي پست لګښت د ټاکل شوي نورم سره سم ( 16 دالر امریکایی ) له خپل غوښتنلیک سره یوځای سفارت ته وسپاري. البته د پاسپورت غوښتونکی کولای شي د راجسترشوي پست د قیمت پرځای، یو راجسترشوی پستی پاکټ چی خپل نوم او بشپړه پته (آدرس) یې پرې لیکل شوې وي، سفارت ته وسپاري.
 
د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره اړینه موده: 
د پاسپورت د صدور غوښتنلیکونه د نوبت پر بنسټ اجرآ کیږي. هغه غوښتنلیکونه چې معلومات یې نیمګړي وي او یا لازم اسناد له ځان سره ونلري، د منلو وړ ندي. 
وروسته لدې چې بشپړ غوښتنلیکونه د ټولو اړینو اسنادو سره یو ځای سفارت ته ورسیږي، د نوي پاسپورت صدور له یوې څخه تر دوو اونیو (لس کاری ورځې) وخت نیسي. 
له غوښتونکو څخه هیله کیږي چی د پاسپورټ د ترلاسه کولو څخه مخکې د سفر تیاری ونه نیسي. د پاسپورټ د ځنډیدو او ستاسو د سفر په اړه د ستونزو د راپیښیدو په صورت کې دغه سفارت هیڅ ډول مسئولیت نه لري.  
 

 د پاسپورټ د صدور لپاره لازم اسناد او نور ضروریات

  •  د نوی پاسپورت غوښتونکی باید: ـ 
  • • د نوي پاسپورت غوښتونکی باید: 
    • د پاسپورټ د صدور غوښتلیک (فورمه) په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک کړي . 
    • دوه قطعی عکسونه د خپلې پاسپورت د فورمې په وروستۍ پاڼه کې ونښلوي. د پاسپورټ عکسونه باید په معیاري اندازه(۲ په ۲ انچ) وي، نوي (تازه) او سره ورته وي او له مخامخ زاویې څخه اخیستل شوي وي تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شي. 
    • د تابعیت تذکره 
    • مخکینی پاسپورت 
    • په کاناډا کې د اقامت سندونه ، لکه د لندد سند، د دایمي استوګنې کارت او د تابعیت سند، وړاندې کړي . 
    • د خپلې اوسنۍ پتې د تثبیت لپاره کره (موثق) سندونه، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، د اړونده ښاروالۍ سندونه او داسې نور وړاندې کړي. 
    • د پاسپورټ د صدور محصول د ټاکل شوي نورم سره سم چې لاندې تشریح شوي، تحویل کړي . 

 د پاسپورټ د صدور محصول او پوستی مصارف

  • ټول محصول په امریکایی دالرو اخستل کیږی

 غوښتنه

د اعتبار موده پنځه کاله

پستی مصرف (نیویارک ـ اوتاوا)ـ

پستی مصرف (سفارت نه ـ د غوښتونکو تر پتی)ـ

بیړنی خدمات تر پنځه ورځو

 محصول – د اداری او بانکی مصرف په شمول

ـ120 امریکایی ډالره

ـ16 امریکایی ډالره 

ـ16 امریکایی ډالره 

ـ23 امریکایی ډالره 


د محصول د ورکولو لپاره لارښوونه

  • • د نوي پاسپورت غوښتونکی باید: 

    • د پاسپورټ د صدور غوښتلیک (فورمه) په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک کړي . 
    • دوه قطعی عکسونه د خپلې پاسپورت د فورمې په وروستۍ پاڼه کې ونښلوي. د پاسپورټ عکسونه باید په معیاري اندازه(۲ په ۲ انچ) وي، نوي (تازه) او سره ورته وي او له مخامخ زاویې څخه اخیستل شوي وي تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شي. 
    • د تابعیت تذکره 
    • مخکینی پاسپورت 
    • په کاناډا کې د اقامت سندونه ، لکه د لندد سند، د دایمي استوګنې کارت او د تابعیت سند، وړاندې کړي . 
    • د خپلې اوسنۍ پتې د تثبیت لپاره کره (موثق) سندونه، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، د اړونده ښاروالۍ سندونه او داسې نور وړاندې کړي. 
    • د پاسپورټ د صدور محصول د ټاکل شوي نورم سره سم چې لاندې تشریح شوي، تحویل کړي . 

 اصلی اسناد 

  • هغه اسناد چی به اصلی بڼه مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته سپارل کیږی –

د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ

د پاسپورت فورمه

ډاونلوډ

د لیدنې لپاره وقت نیول

اوس یې پلان کړه

د پاسپورت د تماس برخه

This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.

There is no translation available.

TRAVEL PERMIT TO AFGHANISTAN

READY TO APPLY?

DOWNLOAD TRAVEL PERMIT

DOWNLOAD

BOOK AN APPOINTMENT

BOOK NOW

زیر مجموعه‌ها

THIS PAGE IN OTHER LANGUAGES

  • CONSULAR SERVICES
  • VISA
  • PASSPORT
  • ABSENTEE TAZKIRA
  • VERIFICATION OF TAZKIRA
  • TRAVEL PERMIT LETTER
  • DRIVING LICENSE VERIFICATION
  • LEGAL SERVICES
  • POWER OF ATTORNEY
  • BIRTH CERTIFICATE
  • DOCUMENT VALIDATION
  • POLICE CLEARANCE CERTIFICATE
  • MARRIAGE CERTIFICATE
  • INHERITANCE CERTIFICATE
  • TRANSFERRING DECEASED TO AFGHANISTAN
  • CONTACT DETAILS:
  • 613-563-4223
    Applications Drop off: Monday to Friday from 10 AM to 12:00 PM
    Documents Pick up: Monday to Friday from 2:00 PM to 04:00 PM
    For more information about consular services, please email us at This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. or call Monday to Friday from 2:00 PM to 04:00 PM.

  • ADDRESS:
  • Embassy of Afghanistan(Consular Section)
    240 Argyle Avenue
    Ottawa, ON K2P 1B9
Go to Top