افغانستان ته د تللو اجازه نامه
د غوښتنی عمومی شرایط
د افغانستان لوی سفارت په کاناډا کښی د میشتو هیوادوالو غوښتنی د اجازه نامی لپاره منی.
تاسو کولای شی خپلی غوښتنی د پوستی له لاری او یا هم د سفارت قونسلی څانګی ته د شخصی مراجعی له طریقه، وړاندی کړی. هغه سند چی تصدیق یی غوښتل شوی وی باید په اصلی بڼه کښی له ځانه سره ولری. ـ
افغانستان ته د تلو لپاره د اجازه نامی شرایط:
- دکانادایی پاسپورت کاپی –
- -د زیږیدنی سند کاپی ( هغه سند چی د مور او پلار نوم په کښی لیکلی وی)
- د پلار تذکره او یا افغانی پاسپورت کاپی
- د مور تذکره او یا افغانی پاسپورت کاپی
- د مسافرت اجاره نامه وریا ورکول کیږی
افغانستان ته د تللو د اجازه نامی لپاره محصول او پوستی مصارف
د سند ډول
- افغانستان ته د تللو اجازه نامه
- بیړه نی خدمات
- د راجستری پوستی مصرف
محصول
- وړیا
- وړیا
- ـ ۱۶امریکایی ډالره
دا سفارت د هغه غوښتنلیکونو د ورکیدو مسوولیت په غاړه نه اخلی چی د غیر راجستری پوستی له لاری رالیږل شوی وی.
دناروغتیا د اسنادو تصدیق
د غوښتنې عمومي شرطونه
په اوتاوا کې د افغانستان سفارت په کاناډا کښی د میشتو هیوادوالو غوښتنې د هغو اسنادو د تصدیقولو لپاره مني چې په افغانستان کې د رسمي او کره/ثقه ادارو لخوا صادر شوي وي او یا د کاناډا د رسمي ادارو لخوا صادر شوي وي.
تاسو کولای شی خپلې غوښتنې د پست له لارې او یا هم د سفارت قونسلي څانګې ته د شخصي مراجعې له لارې، وړاندی کړئ. هغه سند چې تصدیق یې غوښتل شوی وي باید په اصلي بڼه کې له ځانه سره ولرئ.
د سندونو د تصدیق لپاره اړین ګامونه
- د سندونو د تصدیق غوښتلیک (فورمه) چی باید په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک شوې وي.
- اړوند سند په اصلې بڼه کې وی.
- په کاناډا کې د اقامت حقوقي سند ، لکه د لندد سند، د تلپاتې استوګنې کارت او د تابعیت تذکره.
- د غوښتونکي د اوسنۍ پتې د تثبیت لپاره کره اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسې نور .
- د تصدیق محصول چې باید د ټاکل شوي نورم سره سم ورکړل شي.
- دوه قطعې عکسونه، عکسونه باید په معیاري اندازه(۲ په ۲ انچ) کې وي، نوي او سره ورته (مشابه) وی، او له مخامخ زاویې څخه اخیستل شوي وي تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شي.
د اسنادو د تصدیق لپاره محصول او پوستی مصارف
د سند ډول
- د ناروغتیا د سند تصدیق
- امریکایي ډالره د راجستر شوی پست لګښت
محصول
- وړیا
- 16 امریکایي ډالره l
.
د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه یوازې په امریکایي ډالرو اخیستل کیږی. نور اسعار د منلو ندی .
د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه باید یوازې د سفارت بانکي حساب ته تحویل شي. نقدې پیسې، شخصي چک او د بانک له لارې د پیسو لیږدول د منلو ندي .
د تصدیق د محصول رسید باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای د قونسلي څانګې ته وسپارل شي
.
د سفارت پته او کاري وختونه
د سفارت د قونسلي څانګه د لاندنیو وختونو په موده کې پرانیستې ده
له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له لسو (۱۰) بجو د ماسپښین تر یوې (۱۲) بجې پورې او د ماسپښین له دوه (۲) بجو د مازدیګر تر څلور (۴) بجو پورې.
د شنبې او یکشنبې په ورځو سفارت او د قونسلي چارو څانګه رخصت دي.
پستي غوښتنلیکونه باید د راجسترشوي پست له لارې د سفارت په پته چې په لاندې ډول ده، راواستول شي
Consular Section
Embassy of Afghanistan, Ottawa
240 Argyle Avenue
Ottawa , ON K2P 1B9
سفارت د هغو غوښتنلیکونو د ورکیدو مسئوولیت په غاړه نه اخلي چې د نه راجستر شوي پست له لارې رالېږل شوي وي،
ټول غوښتنلیکونه د نوبت په بنسټ لیدل او اجرآ کیږي. هغه غوښتنلیکونه چې معلومات یې نیمګړي او یا اړین اسناد له ځان سره ونلري، د اجرآ وړ ندي.
ټول هغه اصلي سندونه چې له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندې کیږي، د اجراآتو د مراحلو له بشپړیدو وروسته له تصدیق سره یوځای بیرته متقاضي ته سپارل کیږي.
د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟
که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ
ډاونلوډ فارم
ډاونلوډ
د لیدنې لپاره وقت نیول
اوس یې پلان کړهDrop element here to start!
افغانستان ته د میت ( مړي) لېږډ
د اسنادو د تصدیق لپاره ضروریات
- د میت ( مړي) د افغاني هویت سند لکه د تابعیت تذکره یا پاسپورتد میت (مړي) کاناډایي سندونه لکه د دایمي استوګنې کارت یا د پاسپورت کاپی او داسې نورترلاسه کول د کاناډا له دولت څخه د مړینې د رسمی سندد میت (مړي) دوه قطعې عکسونه (۲ انچ )د میت ( مړي) د لېږد اجازه پاڼه په وړیا توګه د سفارت لخوا ترتیب کیږي.
د اسنادو د تصدیق لپاره محصول او پوستی مصارف
محصول
- وړیا
- ۱۶ امریکایي ډالره
د سند ډول
- د مړینې د سند تصدیق
- د راجستر شوی پست لګښت
Payble only to Bank Postal Account
Coming Soon
فارسی
English 