اشتراک در محفل رونمایی کتاب در تورنتو

OTTAWA: OCTOBER 20, 2024
د ۲۰۲۴ د اکټوبر په ۲۰ نېټه د یو شمېر ګرانو وطنوالو په ګډون په تورنتو کې د هغه کتاب چې د ښاغلي عبدالجبار نعیمي، د وردګو، خوست، لغمان او کندز ولایتونو د پخواني والي د هڅو او کاري تجربو په هکله چاپ شوی ؤ مخکتنه وشوه.
په دې محفل کې په کاناډا کې د افغانستان سفیر، ښاغلي حسن سروش او نورو ویناوالو د ښاغلي نعیمي د هڅو څخه د مننې تر څنګ د جمهوریت په دوره کې د فرصتونو، ننګونو او هڅو د انعکاس او لیکلو په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د لاسته راوړنو او ننګونو لیکل او همدارنګه په ځینو برخو کې د ناکامیو د ریښو او عواملو څېړل کولای شي مونږ سره په راتلونکي کې د افغانستان په روښانه او درست مسیر کې مرسته وکړي.
د افغانستان سفیر په کاناډا کې د ګرانو وطنوالو د لوی سیاسي او مسلکي ظرفیت او د دوی اغېز د افغانستان اړوند بحثونو کې، د خلکو او په ځانګړې توګه په اوسنیو غمجنو شرایطو کې د افغان ښځو او زړورو نجونو لپاره د غږ پورته کولو هڅو کې په ډېره همغږۍ تاکید وکړ.
به تاریخ 20 اکتوبر 2024، در محفلی با حضور تعدادی از هموطنان گرامی مقیم تورنتو از کتابی که اخیرا در رابطه با تجارب کاری و تلاش های محترم عبدالجبار نعیمی، والی سابق میدان وردک، خوست، لغمان و کندز چاپ شده است رونمایی گردید.
آقای حسن سروش، سفیر افغانستان در کانادا و سایر سخنرانان در این محفل ضمن ابراز امتنان از تلاش های جناب محترم نعیمی، بر اهمیت نوشتن و انعکاس تلاشها، فرصت ها و چالش ها در عرصه های مختلف کاری در دوره جمهوریت تأکید نموده و اظهار داشتند که انعکاس دستاوردها و چالشها و همچنین بررسی ریشه ها و عوامل ناکامی در برخی از عرصه ها می تواند ما را در قراردادن افغانستان در مسیر درست در آینده کمک نماید.
سفیر افغانستان همچنین بر اهمیت استفاده از ظرفیت عظیم سیاسی و تخصصی هموطنان مقیم کانادا در تأثیرگذاری بر مباحث مرتبط با افغانستان و ضرورت انسجام هرچه بیشتر تلاش های دادخواهی برای مردم افغانستان و مخصوصا زنان و دختران شجاع افغانستان در شرایط غم انگیز فعلی تأکید نمود.
Last modified on Wednesday, 30/10/2024